د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر، اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
MOPH

په دې کتنه کې افغانستان ته د ازبکستان هېواد څخه د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ازبکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ویې وویل: "موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو".

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، هغه درمل چې له ازبکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردیږي باید اقلام او کمپنۍ یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت سره ثبت او راجسټر شي.

بل لور ازبکستاني پلاوي روغتیا برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ خوښي څرګنده او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو برخه یې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS