د جنوبي زون ۵۰ روغتیايي کارکوونکو ته د غیر ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوي برخو کې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۲۴
moph

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت ناروغیو کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند، د غیر ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ له لوري د کندهار، زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو ۵۰ روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ترسره شو، چې ګډونوالو په کې د غیر ساري ناروغیو کنټرول او درملنې، په دې ناروغیو د اخته کسانو مدیریت او غیر ساري ناروغیو د مخنیوی برخو کې زده کړې ترلاسه کړې.

د روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د ناروغیو کنټرول او مخنیوي په موخه ورته روزنیز ټریننګونه مهم وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د یاد ټریننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې له خپلو همکارانو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS