په افغانستان کې په لومړی ځل د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوالې برنامې (SIGN) پرانیسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي له لوري بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په لومړي ځل په دې ولایت کې د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوالې برنامې (SIGN) پرانیسته ترسره شوه
یاده برنامه، چې د بدخشان ولایتي روغتون کې په لاره اچول شوې وه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد یې په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د هېواد په روغتیايي سکتور کې یې دغه برنامه یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.
سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر په بدخشان ولایت کې د یو شمېر نورو اړینو روغتیايي څانګو د جوړېدو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې دی؛ ترڅو اړمنو هېوادوالو ته د روغتیا په برخه کې په کور دننه لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، چې په دې برخه کې په چټکۍ سره هڅې روانې دي.
همداراز د دې غونډې په دوام ډاکټر محمد اسماعیل وردګ د ساین برنامې د پرانیستې او افغان ډیوایس آلې په اړه د غونډې ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې په بدخشان ولایت کې داسې یوه برنامه پرانیستل کېږي، چې د افغان اُرتوپیدي متخصصینو له لوري په کې په یوه نوی طریقه د ماتو شویو هډوکو درملنه کېږي.
