د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس، ښاغلي عزت الله نیازمند سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عزیزي خیریه بنسټ له لوري د یو روغتون د جوړېدو په اړه، چې د ۶۲۷ بسترونو په درلودلو سره به په وړیا توګه د سرطان درملنې، نسايي ولادي او ګڼو نورو روغتیايي څانګو کې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي بحث او خبرې ترسره شوې.

د عزیزي خیریه بنسټ مسؤلینو د یو پرېزینټېشن په ترڅ کې د یاد روغتون د جوړولو طرحه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکه کړه او د دغه وزارت له رهبرۍ  یې د یاد روغتون د منظورۍ غوښتنه وکړه؛ ترڅو له منظورۍ وروسته راتلونکې پروسې چې د دې روغتون د جوړولو لپاره په پلان کې دي پيل شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې طرحې د تائید تر څنګ د عزیزي خیریه بنسټ د مسؤلینو څخه د مننې او قدرداني په څرګندولو وویل: ( د عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده، چې د نوموړي روغتون د جوړېدو په برخه کې د عزیزي خیریه بنسټ سره هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.)

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس د شمالي ولایتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره آنلاین لیدنه تر سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار حوزوي روغتون سره ۳۴۷ او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سره د ۱۵۵ کارتنه درملو مرسته وشوه

یاده مرسته د زلزلې له ټپیانو سره د همدردۍ په موخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) له لوري د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف ته وسپارل شوه، چې د ټپیانو په درملنه کې به. . .

BACK TO NEWS