د عامې روغتيا وزارت د حياتي احصايې امريت له لوري د مړينې علت معلومولو تصديق پاڼې ملي لارښود اړوند لمړنی ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۳:۲۵
MOPH

 

په ياد ورکشاپ کې چې د عامې روغتيا وزارت او نورو مربوطه اداراتو اړوند مسلکي اشخاصو ګډون درلود ، د مړينې د علت معلومولو د تصديق پاڼې په ملي لارښود بحث او خبرې تر سره کړې ، د ياد ملي لارښود جوړولو موخه په هيواد کې د هر وفات شوي شخص د مړينې علت معلومول او په آئينده کې د تصميم نيولو لپاره د موادو را جمع کول دي تر څو د خطري فکتورونو او ناروغيو څخه د مخنيوي او مړينو اصلي علتونو په اړه په لوړه کچه تصميم ونيول شي.

د ورکشاپ په جريان کې د ياد امريت مسؤول ښاغلي ډاکټر رحمت الله احساس له لوري ګډونوالو ته د دوۍ له لوري د پيل شويو کړنو او اهدافو اړوند معلومات وړاندې او په هيواد کې د يادې تصديق پاڼې د عملي کولو لپاره د تخنيکي او هر اړخيزې همکارۍ غوښتونکی شو ، هيره دې نه وي چې د دې برنامې په تعقيب به لا نورې ناستې تر سره شي تر څو د يادې تصديق پاڼې د ملي رهنمود چارې نهايي او په بشپړه توګه عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

په کور دننه د روغتیايي تولیداتو ملاتړ د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ده.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د ریاست‌ الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

د افغانستان روغتیايي سکتور لا ډېرې پاملرنې او. . .

BACK TO NEWS