د نظارت ریاست مسؤلینو د شنو نيالګيو کښېنولو په کمپاين کې ونډه واخیسته

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۲:۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت ریاست مسؤلینو د شنو نيالګيو کښېنولو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد ریاست په انګړ کې یې د ګڼ شمېر تولیدي او غیر تولیدي نیالګیو په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.

 

د عامې روغتیا وزارت د نظارت ریاست مسؤلینو له ټولو هېوادوالو  په ځانګړي ډول له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ ترڅود نیالګیو د کښېنولو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د تنفسي او ورته نورو ناوړه ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس د شمالي ولایتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره آنلاین لیدنه تر سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار حوزوي روغتون سره ۳۴۷ او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سره د ۱۵۵ کارتنه درملو مرسته وشوه

یاده مرسته د زلزلې له ټپیانو سره د همدردۍ په موخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) له لوري د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف ته وسپارل شوه، چې د ټپیانو په درملنه کې به. . .

BACK TO NEWS