په زابل ولایت کې یو شمیر کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۵۳
ZAbul

د زابل ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې تیم له لوري د دې ولایت د مرکز له یو شمېر خصوصي درملتونونو، لابراتوارونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې ۹ درملتونونه، ۴ لابراتوارونه او ۸ د غاښونو کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

 همداراز د یو شمېر درملتونونو څخه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو او د مضرو وړانګو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

BACK TO NEWS