ښاغلی محمد ظاهر ظهیر د عامې روغتیا وزارت د عامه مشارکت ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۹:۵
Introduction

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ ښاغلی محمد ظاهر ظهیر د عامې روغتیا وزارت د عامه مشارکت ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي نوموړي ته د نوې دندې او مسئولیت د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده وکړه او و یې ویل، دنده امتیاز نه؛ بلکې مسؤلیت دی او سپارل شوې چارې باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ ترسره کړو.

ښاغلي محمد ظاهر ظهیر د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام له باور مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ورسپارل شوی مسئولیت به په غوره ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS