د کاپیسا ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۱:۵۴
د کاپیسا ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه

 د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د تګاب، نجراب ولسواليو   او کاپیسا ولايت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وڅیړل.

 دمالي او اداري مرستيال په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دقناعت وړ وبلل او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يې له روغتيايي کارکوونکو څخه مننه وکړه .

 مولوي صاحبزاده وويل: چې د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته يې د سفر موخه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه او په دغه ولايت کې د شته روغتيايي ننګونو حل کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS