د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د «افغانستان د روغتیا» پنځه ورځنی دوهم داخلي او نړیوال نندارتون نن درېمه ورځ هم دوام لري

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۲۵
moph

په دغه نندارتون کې کورنیو او بهرنیو تولیدي شرکتونو، د درملو واردوونکو او تولیدوونکو شرکتونو، خصوصي روغتیايي بنسټونو او اړوندو ادارو خپل تولیدات، روغتیايي محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو معرفي کولو، د کورنیو درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید پیاوړتیا، د پانګونې راجلبولو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو او تخنیکي اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې د وينا پرمهال:

د شکر ناروغۍ نړيوال فدراسيون د شمېرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د B2B ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو، د هند، ترکیې، ایران او افغانستان د بېلابېلو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ویاند د وزارت له هڅو یادونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د افغانستان د روغتیا دویم داخلي او نړیوال نندارتون، چې د روغتیايي سکتور د ظرفیتونو معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د پانګونې د جلب او د سیمه‌ ییزو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په. . .

BACK TO NEWS