په کابل کې د لومړنیو روغتیايي او رواني ـ ټولنیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له RI سره د ۴۷۶ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د لومړنیو روغتیايي مدغم خدمتونو، تغذیې، واکسیناسیون او رواني ـ ټولنیز ملاتړ (MHPSS) برابرولو په موخه له Relief International-RI مؤسسې سره د (۴۷۶۰۴۷) څلور سوه شپږ اویا زره اووه څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۴۴۰۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۵۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د RI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۸
Background image

کاپیسا ولایت کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دې ولایت د مرکز اړوند، ده باباعلي بازار کې له یو شمېر درملتونونو څخه د روغتیايي قوانینو او مقرراتو پلي کېدو، د درملو کیفیت تأمین او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۸
Background image

په کابل کې د لومړنیو روغتیايي او رواني ـ ټولنیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له RI سره د ۴۷۶ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د لومړنیو روغتیايي مدغم خدمتونو، تغذیې، واکسیناسیون او رواني ـ ټولنیز ملاتړ (MHPSS) برابرولو په موخه له Relief International-RI مؤسسې سره د. . .

BACK TO NEWS