د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند حصارشاهي بشپړ روغتیايي مرکز کې د مور او ماشوم څانګې لپاره يوه معياري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
دغه ودانۍ د عامې روغتيا وزارت په هڅو د مالیزیا حکومت په مالي ملاتړ د MercyMalaysia مؤسسې له لوري د روداتو ولسوالۍ اړوند حصارشاهي بشپړ روغتیايي مرکز کې د ۱۹۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چې اته خونې، څلور تشنابونه، معیاري ولادت خونه، د لمریزې برېښنا سیستم او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شريف د مالیزیا حکومت او MercyMalaysia مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل: د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د مور او ماشوم خدمتونو برخه کې شته ستونزې راکمې او له معياري خدماتو به برخمن شي.
