د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې شيرآباد روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۷ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول
د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د شيرآباد روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۷ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول.
یاد تجهیزات د عامې روغتیا وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ريزۍ رئیس، ډاکټر عبدالستار صحت په مشرۍ د یوه تخنیکي پلاوي له لوري، د UNHCR ادارې د استازو په شتون کې، ذکر شوي روغتیايي مرکز ته وسپارل شول.
