د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!
د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.
په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په یوه پړاو پورې محدود نه دی؛ له وقایې، ژر تشخیص او درملنې څخه تر اوږدمهاله پاملرنې پورې په هر پړاو کې خوندي او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته هم اړتیا لري.
په دغه ناروغیو اخته کسان دې:
- خپل روغتیايي معلومات له روغتیايي کارکوونکي سره شریک کړي.
- د درملو د استعمال په اړه دې پوښتنې وکړي.
- د درملو دوز او وخت دې په خپله خوښه نه بدلوي.
- خپل معاینات او درملنه دې په منظم ډول تعقیب کړي.
- که په درملنه کې کومه ستونزه یا ناڅرګندتیا وي، له روغتیايي کارکوونکي څخه دې پوښتنه وکړي.
خوندي پاملرنه؛ سالم ژوند او روغتیا!
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!
