د ۱۴۰۵ کال لپاره د «افغانستان روغتیا» ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه
ياده ناسته د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیمالله ایوبي په مشرۍ د اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، چې د نندارتون د عملیاتي پلان، د جوړېدو څرنګوالي او تر دې دمه د ياد نندارتون په اړه د ترسره شویو فعالیتونو اړوند په کې معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د درملو او طبي تجهیزاتو د تولیدي اتحادیې د رول او ونډې په اړه هم بحث او خبرې تر سره او د ناستې ګډونوالو د نندارتون د لا ښه ترسره کېدو او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
