کابل ښار کې د ماشو د لاروا له منځه وړلو کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د کنټرول پروګرام له لوري په کابل ښار کې د ماشو د لاروا له منځه وړلو په موخه د لارواساید شیندلو کمپاین پیل شو.
د دغه کمپاین موخه د هغو ناروغیو مخنیوی دی، چې د ماشو په واسطه انسانانو ته انتقالېږي؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیا خوندي او د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.
د یاد کمپاین په ترڅ کې د کابل ښار په هغو سیمو کې، چې د ماشو د زیاتېدنې او تکثر لپاره اوبه لرونکي ځایونه لري، د لارواساید مواد شیندل کېږي؛ دغه مواد د ماشو لاروا له منځه وړي او په دې توګه د بالغو ماشو د زیاتېدو مخنیوی کوي.
د عامې روغتیا وزارت په دوامدار ډول هڅه کوي، چې د وقایوي پروګرامونو له لارې د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د پېښو کچه راکمه او د خلکو لپاره د خوندي روغتیايي چاپېریال په رامنځته کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
