په شمال‌ختیځو ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۲:۱۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست د غیرساري ناروغیو د کنټرول څانګې مسؤلینو، د غیرساري ناروغیو او د هغو د مخنیوي لارو چارو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل.

د دغو پروګرامونو په لړ کې د غیرساري ناروغیو د خطر عواملو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د تګلارې غوره کولو د اهمیت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشورونه او پوسټرونه خلکو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د عامه پوهاوي موادو وېش د غیرساري ناروغیو د مخنیوي لارو چارو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو او په ورځني ژوند کې د سالمو کړنو غوره کولو لپاره د خلکو د هڅونې برخه کې یو مثبت ګام وباله.

همدرانګه، له خلکو یې وغوښتل، چې د سالم ژوند د اصولو په رعایتولو او د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو

په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو. . .

BACK TO NEWS