د کابل په یو شمېر درملتونونو کې د نظارت پر مهال بې‌کیفیته درمل راټول او سرغړوونکي درملتونونه وتړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۲۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې مسؤلینو د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ او شلمې ناحیې کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په پایله کې د GSK شرکت اړوند ۷۲ قلمه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول. همدارنګه، له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله ۹ درملتونونه وتړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۳
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، یوویشتمه ماده څلورمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، یوویشتمه ماده څلورمه فقره:

هغه بهرني کارخونې چې په دې ماده کې ذکر شوي درملیز اقلام یې د عامې روغتیا او کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۶
Background image

د کابل ښار کې د سړک غاړې خوړو د خوندیتوب په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې «پاک خواړه، د ټولو روغتیا» تر شعار لاندې د سړک پر غاړه د خوړو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوي په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د الجامعة الاسلامیه الحماديه مدرسې زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم. . .

BACK TO NEWS