د غور ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش هر اړخیز نظارت

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني، د تخنیکي پلاوي په ملتیا، د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالواحد حماس او د باران تطبیق کوونکې مؤسسې د مسؤل په شتون کې د چهارسدې، الله‌یار او د فیروزکوه ولسوالۍ اړوند د غلمین له روغتیايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ

د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو حضور او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوار وضعیت، واکسیناسیون، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د انتاناتو د کنټرول اصول او د روغتیايي مرکزونو پاکوالی د وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول او د خدمتونو د کیفیت، د مسلکي اصولو رعایت، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو، د سیمې له مشرانو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه او خبرې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، درملو ته د لاسرسي، د کارکوونکو د چلند او موجوده ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د حساب ورکوونې، شفافیت، د مراجعینو د حقونو رعایت او د خدمتونو د ښه والي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

دغه راز، د داخلي تفتیش پلاوي د ستونزو د حل، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د عامې روغتیا وزارت له اصولو او مقرراتو سره سم د معیاري او شفافو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتیايي مرکزونو او تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS