کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس سفر

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۵۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني کندز ته د سفر پر مهال د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه د یاد ولایت عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر محمد الله حکمت سره ناسته ترسره کړه

د کندز عامې روغتیا رئیس، نوموړي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو څخه په ارزونې خوښي څرګنده، پر عامه روغتیايي خدمتونو یې خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د تفتیش رئیس دغه راز، د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه، د کندز سیمه ییز او روږدو ناروغانو درملنې روغتونونو له خدمتونو څخه په داسې حال کې چې د یادو روغتونونو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو توضیحات ورکول لیدنه او دقیقه څېړنه ترسره او روغتیايي کارکوونکي یې خپلو مسؤلیتونو ته لا متوجه کړل.

نوموړي همداراز، د جک تطبیق کوونکې مؤسسې او کتلوي معافیت له امریت څخه هم لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS