هیواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره په غوره شکل د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د همغږۍ کمېټې ناسته ترسره شوه!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۱۶
MOPH

یاده ناسته چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي رئیسانو او اړوندو معینیتونو د مشاورینو په شتون کې ترسره شوه ، موخه یې د کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې غوره مدیریت ، د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه د وقایوي خدماتو تر سره کول ، د روغتیایي  خدماتو لا په ښه شکل برابرول ، د ټاکل شوې کمېټې د دندو او مسؤلیتونو اړوند د ملي او نړیوالو مؤسسو سره د لا زیاتې همغږۍ او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو روغتیايي حالت د څرنګوالي اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو په ښه شکل تر سره کولو په موخه ، د عملیاتي پلان ارزونې او راستنېدونکو هیوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د پراختیا اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS