نېکمرغه لوی اختر له روغتیایي کارکوونکو سره!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۱۱
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه لوی اختر په لمړۍ ورځ د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا په کابل کې د شیخ زاید تخصصي روغتون له روغتیايي خدماتو څخه لیدنه ترسره او هم یې د یاد روغتون له روغتیایي کارکوونکو سره له نږدې ولیدل ، ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د بستر ناروغانو څخه له نږدې لیدنه تر سره او له ناروغانو سره یې یو اندازه مالي مرسته تر سره کړه.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې،روغتیایي کارکوونکو ته یې د ولس لپاره د اختر په ورځو کې د غوره روغتیایي خدماتو سپارښتنې وکړې او د دوۍ له هڅو یې په مادي او معنوي لحاظ قدردانی وکړ ، د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړي هدایت د هیواد په ټولو ولایتونو او مرکز کې د نېکمرغه لوی اختر پر مهال د روغتیایي مراکزو فعال ساتلو هدایت شوی تر څو د اختر په ورځو کې هیوادوال د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS