له ۵۰ تنو په شرایطو برابرو نوماندانو څخه د فوق تخصص ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۲۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست له لوري د زړه جراحي او زړه داخلې په څانګو کې له ۵۰ تنو په شرایطو برابرو نوماندانو څخه د فوق تخصص ازموینه واخیستل شوه.

د یادې ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر د ازموینې ملې ادارې په همکارۍ ترسره او پوښتنې یې د اکمال تخصص برنامې د استادانو له لوري د قرنطین شرایطو لاندې چمتو او له ۵۰ تنو په شرایطو برابرو متخصصینو څخه په شفاف ډول واخیستل شوه.

په دې ازموینې کې ۲۰ تنه ډاکټران په رسمي ډول د ازموینو ملي ادارې د وېب پاڼې له لارې وړ وپیژندل شول او بل پړاو (Interview) ته یې لاره پیدا کړه او د FMIC  روغتون د مسؤلینو په شتون کې ترې د Zoom   له لارې د مسؤلې کمېټې په شتون کې Interview واخیستل شوه، چې پایلې به یې د برېښنالیکونو له لارې له ګډونوالو سره شریکې شي.

د یادونې وړ ده، چې د زړه جراحي او زړه داخلې په څانګو کې د فوق تخصص روزنیزې برنامې یاده لړۍ به د FMIC روغتون کې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
Background image

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جوړ شوي جامع مسجد پرانیست غونډه ترسره شوه

دغه جامع مسجد د یو سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د شاوخوا پنځه سوه کسانو ظرفیت لري، چې پرانیست غونډه کې د پکتیکا والي، د عامې روغتیا وزارت استازو، بېلابېلو دولتي مسؤلینو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ۲۳ تنو کارکوونکو ته د معیار جوړونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

یاد ورکشاپ چې د سټنډرډونو ملي ادارې ټرینرانو له لوري د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي کارکوونکو ته تر سره شو، چې موخه یې د یادو ادارو ترمنځه ښه همغږي، د نویو معیارونو. . .

BACK TO NEWS