د EMR سیسټم د پیاوړي کولو او پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۲:۳۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ د روغتیایي معلوماتو د الکترونیکي ثبت سیسټم (EMR) د پیاوړي کولو او پراختیا په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه، چې په کې د وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر احمد جاوید وفا، د روغتیایي معلوماتو مدیریت سیسټم (HMIS) تخنیکي کارکوونکو او یو شمېر نورو متخصصینو ګډون کړی و

یاده غونډه چې د څارنې او پلټنې ریاست په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، په کې د EMR سیسټم د غوره تطبیق، د دې سیسټم د پیاوړي کولو، پراختیا او پایدار تخنیکي چوکاټ د جوړولو په موخه مهمې طرحې او وړاندیزونه شریک شول. څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌الله عنایت د یاد سیسټم د تطبیق پر ارزښت ټینګار وکړ او د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او HMIS له تخنیکي همکارانو یې وغوښتل، چې د دې سیسټم د پیاوړي کولو په موخه لازم اقدامات پیل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د بلخ ولایت ابوعلي سينا بلخي سیمه ییز روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو به ارزښت د طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته وشوه

یاده مرسته د ازبکستان هېواد د فرغانه ولایت له لوري شوې، چې په کې د بستر ناروغانو بېډونه، ویلچرونه، د هوا سړولو (اې سي) دستګاوې، یخچالونه او یو شمېر نور اړین طبي او غیرطبي وسایل شامل دي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې ملي لارښود د روزونکو د روزنې (TOT) لړۍ بشپړه کړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د حادې خوارځواکۍ د وقایې او درملنې ملي لارښود د روزونکو د روزنې (TOT) لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه کړه

دغه روزنیزه. . .

BACK TO NEWS