د کوچني اختر په درې ورځو کې د لغمان ولایت ۱۵ روغتیايي مرکزونو کې نږدې (۲۲۰۰) ناروغانو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۹:۲۲
moph

یاد خدمات چې د لغمان ولایتي روغتون سربېره په ۱۴ روغتیايي مرکزونو کې وړاندې شوي، له ډلې یې ۷۹۰ تنو ته عاجل سراپا خدمات، ۱۱۸ تنو ته ټروما او پاتې نورو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي خدمات ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی و؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS