د پالیسي او پلان مرستیال او مل پلاوي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۸:۵۹
د پالیسي او پلان مرستیال او مل پلاوي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل

سه شنبه، کب ۳/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړکې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د پلي کوونکو بنسټونو له استازو سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي له خوا د بلخ ولایت له بېلابېلو روغتیايي مرکزونو څخه د ترسره شویو ارزونو پایلې له دوی سره شریکې شوې او د تطبیق کوونکو بنسټونو روغتیايي مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د روغتیايي مرکزونو ستونزې دې د عامې روغتیا وزارت سره د شوي قرارد له مخې حل کړي که نه نو له دوی سره به قانوني چلند وشي.

همدارنګه په دې ناسته کې د تطبیق کوونکو بنسټونو مسوولیتونه او دندې چې دوی پورې اړه مسوولینو ته تشریح شوې او له هغوی وغوښتل شول چې د عامې روغتیا ریاست سره د راپور ورکولو، په رسمي ناستو کې ګډون، ګډې څارنې، لا همغږي او د مېزلس واکسین کمپاین پیلولو برخه کې د بلخ عامې روغتیا ریاست سره هراړخیزه همکاري وکړي.

له بلې خوا د تطبیق کوونکو بنسټونو مسوولینو خپل نظریات او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د روغتیا په برخه کې د شته ننګونو د ښه والي او حل په موخه به د بلخ د عامې روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت سره همکار دي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research. . .

BACK TO NEWS