د ټولنې ډیجیټل ښکېلتیا او د ناسمو معلوماتو مدیریت اړوند د ټرینرانو روزنېز ورکشاپ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له لوري د نړیوالو همکارانو په ملاتړ د روزونکو یا ټرینرانو لپاره د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو مدیریت تر سرلیک لاندې دوه ورځني روزنیز ورکشاپ په مرکز کابل کې تر سره شو، چې موخه یې د پولیو واکسین لپاره د خلکو د باور او غوښتنې زیاتوالی او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزې وه.
په یاد ورکشاپ کې چې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز، د یونیسف نړیوالې ادارې، د اړیکو کاري ډلې (CWG) او د همکارو ادارو استازو ګډون کړی وو؛ د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي وویل: «د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو د مدیریت دا دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ یو مهم فرصت دی، چې د روزونکو ظرفیتونه به لوړ کړي، څو په ساحه کې باکیفیته روزنېز خدمات وړاندې کړي او زیاته یې کړه، د ناسمو معلوماتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه د پولیو د له منځه وړلو لپاره حیاتي ارزښت لري.
بل لور د یونیسیف نړیوالې ادارې په استازولۍ د پولیو برخې مسؤلینو خپلې ویناوې شریکې او ژمنه یې وکړه، چې خپل ملاتړ او هڅو ته به دوام ورکوي.
د دغه ورکشاپ په ترڅ کې د ډیجیټل ښکېلتیا، د ټولنیزو معلوماتو اورېدنې، د اوازو/شایعاتو مدیریت او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې د اغېزمن ځواب ویلو په لارو چارو باندې مسلکي بحثونه تر سره او لارښوونې وشوې، چې د نظري معلوماتو تر څنګ دې په عملي تمرینونو، ډلهییزو بحثونو او سناریوګانو باندې هم کار وشي؛ چې دا به د ګډونوالو د وړتیاوو په پیاوړتیا او د زده کړو په عملي کېدو کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې پر یاده موضوع د ساحوي واقعیتونو پر بنسټ د عملي کاري پلانونه جوړولو په موخه ګډ کار ترسره شو؛ څو وکولای شي خپلې زده کړې په اغېزمنه توګه عملي کړي.
تمه ده، چې دا هڅه به د ټولنې باور پیاوړی، د پولیو واکسین لپاره به غوښتنه زیاته او د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې به عملي بدلون رامنځته کړي.
