د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د یخچال سیمې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۹
MOPH

د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو کې چې د هلمند والي مولوي امان‌ الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، د عامې روغتیا رئیس وویل: د دغه ډول روغتیايي مرکزونو جوړېدل د خلکو د روغتیايي ستونزو په کمولو کې مهم رول لري او زیاته یې کړه، د یخچال سیمې روغتیايي مرکز په فعالېدو سره به د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي له معیاري، پر وخت او اساسي روغتیايي خدماتو څخه برخمن شي.

دغه مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پر پنځه جریبه ځمکه جوړ شوی، چې په بېلابېلو روغتیایي اسانتیاوو سمبال دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS