د فاریاب روغتیا ریاست د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې له عامه او خصوصي روغتیايي مرکزونو پراخ نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۶:۴۰
moph

د فاریاب ولایت عامې روغتیا ریاست نظارتي ټيم د څارنې او پلټنې امر ډاکټر عجب‌ خان حمیدي په مشرۍ د اندخوی څلورو ولسوالیو په مرکزونو کې له ټولو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو، شخصي کلینیکونو، لابراتوارونو، درملتونونو، د خوړو تولیدي فابریکو، د خوراکي توکو له ګودامونو، پلورنځيو او په آقینې بندر کې د خوراکي توکو د نمونې اخیستنې بهیر څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت پایله کې د یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو څانګې، ۱۴ روغتیایي کتنځایونه، ۲ لابراتوارونه او یوه د خوړو د تولید فابریکه د حفظ‌الصحې اصولو نه مراعتولو او قانوني اسنادو نه شتون له امله وتړل شو.

همداراز، ۵۷ قلمه بې‌ کیفیته خوراکي توکي، چې ټول وزن یې ۴ ټنه کېده، راټول او د ټاکل شوي ټیم په شتون کې له منځه یوړل شول.

سربېره پر دې، ۱۲۳ قلمه له نېټې تېر درمل، چې وزن یې یو ټن و، راټول او د له منځه وړلو په موخه د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ روغتون ته ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت پر مهال د اړوندو برخو کارکوونکو ته د خدماتو کیفیت ښه والي په موخه لازمې لارښوونې ترسره او روزنیز معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS