د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۲۲
moph

په دې اړه د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک "ځیرک" وویل: هیله ده چې د بیارغونې چارې ژر تر ژره بشپړې شي، ترڅو یاد روغتون په معیاري او مناسب چاپیریال کې ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتو شي.

ډاکټر ځیرک زیاته کړه، موږ په ورته وخت کې د دغه روغتون د بیارغونې چارو د پرمختګ سربېره خپله ټوله هڅه کړې، چې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لړۍ بنده نه کړو؛ ترڅو د درملنې پروسه په ښه کیفیت او پرته له کوم خنډ دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS