د عامې وزارت له لوري د هلمند بُست ولایتي روغتون کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د عاجلو ناروغانو لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۶:۳۳
MOPH

د یادې څانګې د پرانیستلو پر مهال، د هلمند عامې روغتیا رئیس، مولوي فضل احمد شفیع‌الله د دغه څانګې پرانیستل د هلمند اوسېدونکو لپاره د روغتیا برخه کې یو ښه لاسته راوړنه وبلله او د نورو اسانتياوو برابرولو ژمنه یې وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې وروسته به ناروغان د درملنې لپاره لرې ځایونو ته له تګ خلاص او په همدې روغتون کې به ورته د روغتیايي خدماتو یو منظم سیسټم برابر شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS