د عامې روغتیا وزیر د یونیسف ادارې او خوړو نړیوال سازمان له استازو سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۱:۳۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یونیسف ادارې او خوړو نړیوال سازمان له استازو سره وکتل.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ماشومانو له کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش پروګرام پر څرنګوالي خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل، “ د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هغه پروګرامونو د تطبیق ملاتړ وکړي، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د روغتیايي وضیعت په ښه والي کې مرسته کوي ”.

د عامې روغتیا وزیر همداراز ټینګار وکړ، چې د دغه پروګرام د تطبیق چارې دې د روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو بنسټونو ترمنځ د دوه اړخیزه همغږۍ او هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته پیل شي.

 بل لور د یونیسف او خوړو نړیوال سازمان استازو په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ څخه د مننې سربېره ټینګار وکړ، چې د یادې برنامې د تطبیق چارې به د روغتیا وزارت سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د یو ځانګړي میکانیزم له مخې په شفاف ډول د تطبیق کوونکو بنسټونو سره په همغږۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS