د عامې روغتیا وزیر د کونړ د شېګل ولسوالۍ د لچي سیمې روغتیايي مرکز ته مجهز امبولانس وسپاره

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۲
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شېګل ولسوالۍ د لچي سیمې له قومي مخورو سره ليدنه تر سره او د يادې سیمې روغتيايي مرکز ته يې يو عراده مجهز امبولانس وسپاره

په دې لیدنه کې قومي مخورو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده او د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي په موخه یې خپلې غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.

د عامې روغتيا وزير د قومي مخورو غوښتنې واورېدې د پاملرنې ډاډ یې څرګند او د لچي سیمې روغتیايي مرکز ته یې یو عراده مجهز امبولانس وسپاره؛  څو د سیمې اوسېدونکي په بېړنیو حالاتو کې روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS