د عامې روغتیا وزیر د مختلفو ولایتونو له والیانو سره وکتل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۸:۱۵
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غزني ، غور او پکتیا ولایت له والي صاحبانو او روغتیايي مسؤولینو سره د دې ولایتونو د روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو ، ولسونو ته د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو را منځته کولو او شته امکاناتو څخه د ښې استفادې په موخه ناسته ترسره کړه!

په دې ناسته کې د یادو ولایتونو د واليانو له لوري د روغتیا په برخه کې د ولسونو اړتیاوې له ښاغلي وزیر سره شریکې او د همکارۍ غوښتونکي شو ، ښاغلي وزیر د یادو سیمو د ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ چې د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره به لازمې هڅې تر سره کړي ، تر څو ولسونو ته په روغتیایي خدماتو کې لا اسانتیا را منځ ته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS