د عامې روغتیا وزیر د لوګر ولایتي روغتون د خدماتو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د لوګر ولایتي روغتون د خدمتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ټولو روغتیایي څانګو څخه د لیدنې سربېره د بستر ناروغانو هم له نږدې لیدنه ترسره کړه.

 ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون کارکوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او ډاډ یې ورکړ، چې د دې روغتون د خدمتونو د لا معیاري کولو او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS