د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له لوړپوړو استازو سره د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا، د ساري ناروغیو درملنې او د مرستو د همغږۍ پر موضوعاتو خبرې وکړې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۱:۳۵
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د پولیو ټیم له مشر مندیپ راټې او د روغتیایي سکټور اړوند مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د تر سره شویو خدماتو، د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو حل، روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پولیو ناروغۍ د محوه کولو، د سرطان ناروغیو جوړېدونکي روغتون لپاره د وسایلو برابرولو، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري هېواد کې د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو پر ملاتړ، د تطبیق کوونکو مؤسساتو د خدماتو پر کیفیت او انتخاب او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزه هڅو یادونه وکړه او ویې ویل، د هغه ټولو ستونزو د حل لپاره باید کار وکړو، چې د روغتیایي سیسټم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.

ښاغلي وزیر همداراز، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، د سرطان ناروغانو د درملنې روغتون لپاره پر تجهیزاتو او په هېواد کې د انتاني روغتونونو، چې نږدې ۳۵۰ بستره کېږي د خدماتو پر ملاتړ خبرې ترسره  او له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه یې د روغتیا وزارت د کاري ساحې برخه وګڼله او په وینا یې د ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره اړینه ده، چې د روغتیایي سیسټم پر کیفیت او ښه والي لا کار وکړو.

بل لور د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او پولیو د محوې ټیم مشرانو خپلو دوامداره همکاریو ته په اشاري د روغتیا برخې د پیاوړي کولو، مرستو جلب او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS