د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۲۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې اغلې دوکتور حنان البلخي او د ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیایي څانګې مشر کریس الیَس سره لیدنه ترسره کړه:

په دې لیدنه کې چې د پاکستان د روغتیا وزیر هم شتون درلود، د افغانستان د روغتیایي پرمختیایي همکاریو او روغتیایي لومړیتوبونو، د ساري او غیر ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي، د ناروغیو د سرویلانس سیستم تقویې، د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې پر یو شمیر اصلاحاتو، د روغتیایي خدماتو پیاوړتیا او لرې پرتو سیمو کې معیاري او باکیفیته لومړنیو او ثانوي خدماتو ته د خلکو لاسرسي زیاتوالي او د روغتیا برخه کې د همکاریو پراخوالي په اړه هر اړخیز بحث ترسره او د ګډو همکاریو ژمنې وشوې.

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي سکتور د پیاوړتیا، ساري او غیر ساري ناروغیو د کنټرول، د سرویلانس سیستم د تقویې او د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو برخه کې د اصلاحاتو او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت د اصلاحاتو رامنځته کېدو ته ژمن دی او په دې برخه کې ګډې هڅې، تخنیکي همکاري او دوامداره ملاتړ د روغتیایي سیسټم د لا پیاوړتیا او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب لپاره خورا مهم دی.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې اغلې حنان البلخي او د ګیټس بنسټ د نړیوالې پراختیایي څانګې مشر کریس الیَس د ګډو هڅو او دوامدارو همکاریو د لا پراختیا ژمنه وکړه او په دې برخه د راتلونکو پروژو او پروګرامونو د همغږۍ او عملي کېدو لپاره ګډ کار اغېزمن وباله؛ څو د تطبیقي چارو سرعت او مؤثریت زیات شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS