د عامې روغتیا وزارت کاري شریکانو سره د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې لپاره د عملیاتي پلان همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۷
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د ملي او نړیوالو ادارو ( WHO، IOM، UNFPA، UNICEF ) او اغاخان خیریه بنسټ استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدماتو ښه والي پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې غونډې موخه یې د تېرو غونډو د پرېکړو په تعقیب بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د عملیاتي پلان اغېزمن تطبیق برخه کې د همغږۍ رامنځته کول وبلل؛ ترڅو بېرته راستنېدونکو ته په هر اړخیزه او عادلانه توګه خدمتونو وړاندې شي.

ښاغلي مرستیال دغه راز، دې برخه کې د IOM سازمان راپور واورېد او د ټولو داخلي او نړیوالو ادراو له استازو یې وغوښتل؛ ترڅو راستنېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او د ستونزو د حل لپاره ګډه هڅه وکړي.

بل لور د ملي او نړیوالو ادارو (WHO, IOM,UNFPA,UNICEF  ) او اغاخان خیریه بنسټ استازو ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت سره به د ګډې همغږۍ له لارې به بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS