د عامې روغتیا وزارت ملاریا او غیرساري ناروغیو آمریت د کلني فعالیتونو بیا کتنې کنفرانس پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۳۰
MOPH

یاد کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي عمومي رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د ساري ناروغیو کنټرول ریاست مسؤلینو، روغتیا نړیوال سازمان استازو، ملاریا او غیر ساري ناروغیو ولایتي آمرینو او د همکارو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال ملاریا او غیر ساري ناروغۍ په هېواد کې لویه روغتیايي ستونزه وبلله او ویې ویل: د عامې روغتیا وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي د یادې برخې ناروغانو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وکړي.

ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه، روغتیا وزارت په تېر کال کې د ملاریا ناروغۍ برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونو او ۱۰ زره کورونو کې د دواشیندنې او ناروغانو درملنې ترڅنګ ۴۰ زره ماشلومي (پشه خانې) د کمپاین له لارې او ۱۷۸زره ۹۹۳ نورې د ملاریا ناروغۍ لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو کې امیندوارو میندو ته ویشلي دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۳۶ ملاریا ۷ ډینګي تبې او ۶ لشمانیا اوټبریکونه رامنځته شوي وو، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته پر وخت رسېدنه ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS