د عامې روغتیا وزارت مرستیال د روغتیايي علومو انسټېټیوټ د نیالګیو کښېنولو کمپاین کې ګډون وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۴:۲
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت د اکمال تخصص لوی رییس ډاکټر نثار احمد نیازي په ملتیا د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره او هم یې په یاد انسټېټیوټ کې د “ یو روغتیايي کارکوونکی یو نیالګی “ تر شعار لاندې د نیالګیو کښېنولو کمپاین کې ګډون وکړ.

د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د انسټېټیوټ تر لیدنې وروسته د یاد انسټېټیوټ رییس ډاکټر محمد قاسم عادل سره د یوې ناستې پرمهال د چارو ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او د شریکو شویو غوښتنو پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

ښاغلي مرستیال، دغه راز د یاد انسټیټوټ په انګړ کې د نیالګیو کښېنولو پرمهال له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې د نیالګیو کښېنولو په کمپاین کې برخه واخلي او د یو، یو نیالګي په کېنولو سره خپل چاپیریال پاک او د ناروغیو خپرېدو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS