د عامې روغتیا وزارت له لوري اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او برانکوسکوپي څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۲۶
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر ایډوین سینیزا سلاوډر، د اروپایي ټولنې استازو، د وزارت مرکزي رئیسانو، اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون رئیس، روغتیايي کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون درلود

د عامې روغتیا وزیر، د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې له استازو څخه مننه وکړه او ویې وویل، هڅه کوو چې د هېواد په ټولو ملي او تخصصي روغتونونو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړو.

ښاغلي وزیر دغه راز، د سرچینو پر سالم مدیریت او شفافیت ټینګار وکړ؛ تر څو د عامې روغتیا سکټور د نورو له احتیاجه خلاص او په ځان بسیا شي.

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند د دغو ماشینونو د ساتلو لپاره اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ تر څو د خرابېدو مخنیوی یې وشي.

همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي وویل، د یادو ماشینونو په فعالیت سره به ناروغانو ته لازمې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته او نږدې راتلونکي کې به دغه روغتون کې د سرطان ناروغۍ درملنې ځانګړې څانګې د جوړېدو شاهدان اوسو.

د یادونې وړ ده، چې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او د برانکوسکوپي څانګه چې پر عصري تجهیزاتو سمبال ده، د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د یو میلیون او پنځه شپېته زره ډالرو په لګښت، چې نږدې ۷۶ میلیونه افغانۍ کېږي، جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS