د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ۵مه او ۷مه ناحیه کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۰
moph

یاد پروګرام چې موخه یې د کانګو ناروغۍ مخنیوی دی، په ترڅ کې یې د څارویو پلورونکو او عامه خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه ګڼ شمېر معلوماتي پوسټرونو وویشل شول او هم پر بېلابېلو ځایونو نصب شول.

په دې پروګرام کې د کنو او حیواناتو له لارې د یادې ناروغۍ د لېږد مخنیوي، د څارویو د حلالې پر مهال د دستکشو کارونې او یو شمېر نورو اړینو معلوماتو په اړه عامه پوهاوی ترسره شو.

د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغه پروګرام موخه د کانګو ناروغۍ د لېږد مخنیوی، د خطر سره مخ خلکو ساتنه او د دې خطرناکې او ناوړه ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکمول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS