د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي په مرکز کابل کې د AADA مؤسسې اړوند له دوو ورټیکل پروژو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۳۲
moph

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د یادو پروژو له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه، د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې او د پروژې مسؤلینو ته یې یادونه وکړه، چې د هوکړه لیک سره سم معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

د نظارت رئیس همداراز، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې ،درملنې او معیاري خدمتونو برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د امیندوارو میرمنو او له  ۶ تر ۵۹ میاشتني عمر لرونکو ماشومانو لپاره د منځنې کچې حاد خوارځواکۍ درملنې SAM او MAM خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS