د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست له لوري د خوراکي توکو فابریکو د تولیدي برخو مسؤلینو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو
دغه پروګرام چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ جوړ شوی، په کې د خوراکي توکو فابریکو د تولیدي څانګو مسؤلینو او استازو ګډون کړی او د خوړو خوندیتوب، د تولید غوره کړنلارو (GMP)، د حفظالصحې غوره کړنلارو (GHP)، کیفیت کنټرول، د خطر مدیریت او خوراکي توکو د تولید معیاري سیستمونو د پلي کولو برخو کې به اړینې زده کړې ترلاسه کړي.
د پروګرام مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د فابریکو د مسؤلینو تخنیکي ظرفیت لوړول، د کیفیت کنټرول سیسټمونو پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب معیارونو رعایت، د هېواد د وګړو لپاره د سالمو، خوندي او معیاري خوراکي توکو په برابرولو کې مهم رول لري.
