د عامې روغتیا وزارت او چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست ګډې کمېټې ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۳:۵۷
moph

د عامې روغتیا وزارت او چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست ګډې کمېټې له لوري د روغتیا وزارت په اداري چارو کې د ساده شویو پروسو تشریح کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، یو شمېر مرکزي رئیسانو او ګډې کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د یادې کمېټې له لوري ګډونوالو ته د روغتیا وزارت په اداري چارو کې د اصلاح او ساده شویو پروسو اړوند معلومات ورکړل شول.

ښاغلي وزیر، د روغتیا وزارت اداري پروسو اصلاح او ساده کولو برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست هڅې وستایلې، ساده شوې پروسې یې تائید او د دې برنامې موخه یې په اداري چارو کې اسانتیا رامنځته کول او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول یاد کړل.

د یادونې وړ ده، چې د ګډې کمېټې غړو له لوري د څو میاشتو په ترڅ کې د روغتیا وزارت لسو ریاستونو (۶۱) بېلا بېلې اداري پروسې اصلاح او ساده شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS