د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ماشوم روغتیا (اندراگاندي) روغتون څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د معالجوي طب لوی ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا د ماشوم روغتیا (اندراگاندي) روغتون څخه نظارت تر سره کړ

د یاد نظارت په ترڅ کې، چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړه څارنه، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د دغه روغتون له رئیس او اړوندو مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل، هر څوک دې خپل مسؤلیتونه وپېژني او په ښه ډول یې تر سره کړي.

دغه راز، د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي هم مسؤلینو ته د لازمو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د نیمګړتیاوو د حل په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس د نظارت هرکلی وکړ او دا یې د روغتون چارو پیاوړتیا او چټکتیا لپاره ګټور وباله.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS