د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په جوزجان ولایت کې له یو شمیر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۳:۲۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت له یو شمېر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو لیدنه ترسره کړه.

د دغه سفر پرمهال، چې د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي یې هم ملتیا کوله د روغتیايي مسئولینو او تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د لیدنې سربېره  یې په دغه ولایت کې له یوشمېر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره کړ، چې په ترڅ کې اړوندو مسئولینو ته د چارو لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS