د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په ننګرهار ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۴۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

 

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو وغوښتل، چې هېوادوالو او په ځانګړي توګه په ننګرهار ولایت کې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې معیاري او پر وخت خدمات وړاندې او په دې برخه کې له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS