د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د انګلستان هېواد د Kids OR خیریه بنسټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۵۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د انګلستان هېواد د Kids OR خیریه بنسټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې د یاد بنسټ له لوري د اتاترک روغتون عملیات خونې د بیارغونې، یاد روغتون د طبي تجهیزاتو د ورکړې، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، دوامدره همکارۍ او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتيایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد بنسټ له لوري د اتاترک روغتون عملیات خونې د بیارغونې او دغه روغتون ته د طبي تجهیزاتو د ورکړې په موخه د یاد بنسټ له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ له هغوې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او ورته عملیات خونې په یو شمېر نورو روغتونونو کې هم ورغوي.

 له بل لوري د یاد بنسټ مسؤلینو پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته پر اشارې وویل، موږ به راتلونکي کې ورته نورې عملیات خونې هم ورغوو او په همدې موخه یې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه څخه وغوښتل؛ ترڅو د هغو روغتونونو اړوند معلومات، چې عملیات خونې یې بیارغونې ته اړتیا لري زموږ سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS