د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د  سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي برنامې پروژې  د اړتیا وړ ریجنټونو او مصرفي موادو طبي لابراتوار او پتالوژۍ د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/GDCM/NCCP/NCB/1403/G02)  شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۹/۰۶/۱۴۰۳ نېــټه، پنجشنبې ورځ سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستی خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپاري.

 ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۱۰۰،۰۰۰ (سل زره ) افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو   غونډه د ۲۹/۰۶/۱۴۰۳ نېــټه، پنجشنبې ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون د ورکړې پریکړې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د دې روغتون د اړتیا وړ د 19000 طبي اکسیجن بالونونو د تدارک او چمتو کولو تړون چې ريفرينس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۳
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په پام کې لري، لاندې تړونونه ګټونک . . .

Back to tenders